امریکا پاکستان ته د هغو دېرشو جنګي چورلکو د پېرلو اجازه نه ده ورکړې چې په ترکیه کې جوړې شوې دي. بلومبرګ ورځپاڼې د ترکیې د ولسمشر د ویاند ابراهیم کلین له قوله ویلي چې امریکا پر پاکستان فشارونه ډېر کړي څو له ترکیې څخه جنګي چورلکې وانخلي. د هغه په خبره د امریکا دا کار به پاکستان اړ باسي چې له چین څخه جنګي چورلکې وپېري. اې ټي اې کې ټي- 129 چورلکې دوه ماشینونه، دوه سیټونه لري، دوه کسان یې چلوي او په هر موسم کې د الوتلو او برید کولو وړتیا لري. اسلام اباد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































