د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د اردن له لوړپوړو پوځي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، باجوه او د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اس ای) مشر فیض حمید د اردن د پوځ له مشر مارشال محمد بن عیسی آل خلیفه سره پر سیمه ییزو مسائلو ځانګړې توګه افغان سوله خبرې کړې دي. د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د سولې پر روانې پروسې، د دې بهیر پر چټکتیا او په دې برخه کې پر راتلونکو اقداماتو بحثونه شوي دي. دا لیدنه وروسته تر هغه ترسره کېږي چې د بایډن دولت د سولې بهیر د چټکتیا لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړې ده.
































