افغان حکومت منلې چې د سولې په اړه د مسکو غونډې ته خپل پلاوی استوي. د افغان چارواکو په خبره ټاکل شوې تر دوو ورځو مشخصه شي چې په دې غونډې کوم کسان ګډون کوي. د دې غونډې موخه د افغان سولې ملاتړ او د دې بهیر ګړندي کول، د افغان جګړې پایته رسول او پر اوربند خبرې کول دي. ټاکل شوې ده چې دا ناسته به د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه وشي. د روسیې حکومت د افغانستان څلور حکومتي کسان، شپږ تنه سیاسي مشران او د طالبانو له اړخه پنځه تنه یادې غونډې ته ور بللي دي. دا ناسته د ترویکا په نوم د امریکا، روسیې، چین او ورسره پاکستان لخوا درې اړخیزه میکانیزم په چوکاټ کې جوړېږي. د بهرنیو چارو وزارت سلاکار باري سلام وايي، حکومت لېواله دی چې دې غونډې ته خپل استازي معرفي کړي خو دا چې دا کسان به څوک وي په دې اړه یې څه نه دي ویلي. ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، د مسکو غونډه د دوحې د غونډې ملاتړ لپاره ده او له دې غونډې سره په ټکر کې نه ده.
































