له ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ يا نی مسوولين وايي، د دوی د يوې سروې پايله ښيي چې د امنيتي ګواښونو او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو له امله په کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د رسنيو ښځينه کارکوونکو شمېر کم شوی دی. د دوی په خبره، پخوا د رسنيو ښځينه کارکوونکی شمېر ۱۹۰۰ و، خو اوس دا شمېره ۱۷۰۰ ته راښکته شوې ده. له ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ اجراييوي رییس مجیب خلوتګر وايي، د دوی د يوې سروې پايله ښيي چې د امنيتي ګواښونو له امله په تېرو درېيو اوونيو کې په ننګرهار کې د رسنيو ښځينه کارکوونکو په شمېر کې ۴۰ سلنه، په کندهار کې ۹۰سلنه او په بلخ کې بيا ۲۰سلنه کموالی راغلی دی. د هغه په خبره، په کابل کې بيا د رسنيو ښځينه کارکوونکو شمېر ۵ سلنه زيات شوی دی. نوموړی وايي، د خبریالانو پر وړاندې په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي کچه نوي سلنه زیاته شوې ده. بلخوا يو شمېر خبريالان هم روان امنيتي وضعيت او د دوی پر وړاندې شته تاوتريخوالي ته اندېښمن دي او ټينګار کوي چې په تېر يو کال کې ډېر شمېر خبريالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو شمېر نورو بيا د شته ګواښونو له وېرې هېواد پرېښود.
































