عامې روغتيا وزارت ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۷ پېښې ثبت شوې دي. روغتيا وزارت ويلي چې په همدې موده کې د يادې وبا له امله درې تنه مړه شوي هم دي. تازه پېښې ۴ کابل، ۳ کندهار، ۷ ننګرهار، ۱ وردګو، ۱ کونړ او ۱ هم په لغمان ولایت کې ثبت شوې دي. له تازه ثبت شویو پېښو سره په افغانستان کې د کرونا وبا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴ زره او ۳۲ ته ورسېد.
































