د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، لسګونه میلیونه انسانان به ګڼو هېوادونو کې تر ډېره حده د شخړو له کبله د سختې لوږې له خطر سره مخامخ شي. ګوترش وویل چې له فوري اقدامه پرته به میلیونونه انسانان په لسګونو هېوادونو کې له سختې لوږې او مرګ سره مخامخ شي. سرمنشي وویل، تر ۳۰ میلیونه ډېر خلک په څه باندې ۳۶ هېوادونو کې د لوږې د اعلان په درشل کې دي. د ده په وینا، سره له دې چې تر ډېره جګړې د لوږې سبب دي، خو اقلیمي بدلون او د کرونا وبا هم ورسره مرسته کړې ده. ساحل، د افریقا ښکر، جنوبي سوډان، یمن، او افغانستان د هغو هېوادونو په منځ کې دي چې د لوږې خطر په کې تر ټولو زیات دی.
































