تېره شپه په هرات ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۷ او د ټپیانو شمېر ۴۷ تنو ته ورسېد. د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، په ټپیانو کې ۸ امنیتي ځواکونه هم شامل دي. د ده په وینا په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی دی. په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا رييس محمد رفیق شېرزی وايي چې د یوه پوځي ترڅنګ د دوو ښځو، ۳ ماشومانو او دوو نارینه ملکیانو مړي د هرات حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي. ده همداراز وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ ښځې او ۱۱ ماشومان ژوبل شوي دي. د شېرزي په وینا د ۱۰ تنو ټپیانو حال نازک دی.
































