د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې د پولیسو له لوري د وژل شوي جورج فلویډ کورنۍ ته ۲۷ میلیونه ډالر غرامت ورکړي. د راپورونو له مخې د امریکا د مینه سوتا ایالت د میناپولیس ښار محکمې پرېکړه کړې چې حکومت به د جورج فلویډ کورنۍ ته چې د پولیس له لوري وژل شوی و ۲۷ میلیونه ډالر جرمانه ورکوي. جورج فلویډ تېر کال د پولیسو له لوري نیول شوی و، چې بیا د نیولو پر وخت د سخت فشار له امله ومړ او دې مسئلې د نړۍ په کچه غبرګونونه وپارول. لاریون کوونکو او د بشري حقونو فعالیونو دا د تورپوستو پر وړاندې د امریکايي پولیسو له تبعیض ډک چلند وباله او هغه یې وغانده. اوس د امریکا یوې محکمې پرېکړه کړې چې حکومت به د نوموړي کورنۍ ته به ۲۷ میلیونه ډالر جرمانه ورکوي.
































