په ارزګان کې د ماین د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د ارزګان والي عمر شیرزاد وایي د کندهار-ترینکوټ پر لویه لار د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کړې ده. دده په خبره په دې پېښه کې درې ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. نوموړي دغه پېښه غندلې او په وینا یې د عامو وګړو د تګ راتګ پر لار د ماینونو ځای پر ځای کول بشر ضد جنایت دی. سره له دې چې د ارزګان والي د یاد ماین ځای پر ځای کول کار د وسله والو طالبانو بولي خو دغه ډلې تر اوسه پر یاده پېښه غبرګون نه دی ښودلی.
































