افغان حکومت وایي طالبان د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې په لار کې خنډونه جوړوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې په هرات کې د تېرې ورځې برید غندل شوی او ولسمشر غني یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده. ولسمشر غني ویلي چې طالبان ددغه ډول بریدونو په ترسره کولو وضعیت پېچلی کوي او په دې توګه د سولې په لار کې خنډونه جوړوي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان په دغه ډول بریدونو د سولې لپاره د ارادې نشتوالی ښيي او په وینا یې دغه ډله د خبرو له لارې د اوسني بحران ختمولو ته ژمنه نه ده. په هرات کې تېره شپه خورا درنه چاودنه وشوه چې اته کسه یې وژلي او شپېته نور یې ټپیان کړي دي. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.
































