د عراقي رسنیو د راپورونو له مخې، نن د عراق په المساوه او المثنی سیمو کې د امریکایي ځواکونو پر لوجیستیکي کاروانونو بریدونه شوي دي. د راپورونو له مخې، که څه هم دا بریدونه ځاني زیانونه نه لري خو دوه ټانکونه او پکې بار توکي له منځه تللي دي. په همدې حال کې د عراقي پارلمان یو شمېر غړو ژر تر ژره د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی او د دغه هېواد له دولت څخه یې غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر باید د امریکایانو په ګډون د ټولو بهرنیو سرتېرو د وتلو مصوبه د تایید لپاره پارلمان ته ور واستوي.
































