د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن یو ځل بیا د افغان جګړې په ګډون په ټوله نړۍ کې د شخړو پر ختمولو ټینګار کړی دی. بلنکن دا څرګندونې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې ده تېره ورځ د ملګري ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان، برما او ايتوپيا په اړه ګټورې خبرې اترې کړې دي. بلنکن له ملګرو ملتونو سره په نړۍ کې د شخړو په پای ته رسولو کې د ملګرتیا هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده؛ خوښ دی چې له ملګرو ملتونو سره د دې او په نړۍ کې د نورو شخړو د ختمولو لپاره په ګډه کار کوي.
































