د روسیې حکومت ویلي چې په دې کسانو کې حکومتي چارواکي هم شامل دي او دوی یوه غیر قانوني غونډه رابللې وه. د حکومتي سرچینو په خبره دغه غونډه د ازادې روسیې بنسټ له لوري جوړه شوې وه چې ددغه بنسټ فعالیتونه په روسیه کې غیر قانوني ګڼل شوي دي. رسنۍ بیا وایي چې په دې غونډه کې د اوسني ولسمشر ویلاديمیر پوتین مخالفو سیاستوالو برخه اخیستې وه او د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه یې بحثونه کول، خو د غونډې تر پیلېدو مخکې پولیسو محاصره کړي دي او شاوخوا ۲۰۰ کسان یې زندانونو ته بېولي دي.
































