د امریکا د کانګریس غړي وایي له حکومت باید د جګړو په تړاو د پرېکړې صلاحیت واخیستل شي. د امریکا د کانګریس ځینو غړو په یوه خبري غونډه کې ویلي چې کانګریس په ۲۰۰۱ کال کې د (AUMF) مصوبې له مخې په افغانستان او عراق کې د جګړو صلاحیت حکومت ته ورکړ او په دې توګه په دې مسایلو کې د کانګریس د پرېکړو صلاحیتونه محدود شوي دي. د کانګریس غړي وایي ددې لپاره چې د جګړو د پيلولو او په دې اړه د پرېکړې کولو لپاره د بایډن د ادارې صلاحیتونه کم شي، نو باید دغه پرېکړه لغوه کړل شي او حکومت دې د کانګریس له پرېکړې پرته د جګړو د پیلولو صلاحیت او یا نظامي اقدام واک و نه لري. د کانګریس غړي وایي په ډېرو مواردو کې ثابته شوې چې بایډن د نظامي قوي د استعمال پلوی دی نو له همدې امله باید کانګریس په دې برخه کې د پرېکړې صلاحیت ولري.
































