د ورلډ پالیټیک ریویو په نامه خپرونې د امریکا له لوري د افغان سولې په تړاو نوې طرحې ته په اشارې یوه لیکنه خپره کړې ده. په دې لیکنه کې ډېر تمرکز پر افغان حکومت شوی دی او په یوه برخه کې یې راغلي چې ولسمشر غني د پاڼ او پړانګ تر منځ ګیر پاتې دی. د لیکنې په دوام راغلي چې د امریکا دولت نور حوصله نه لري چې د ولسمشر غني اداره له طالبانو سره په خبرو کې ځنډ او یا هم ناغېړي وکړي. لیکنه کې وړاندې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلنکن لیک ته اشاره شوې او لیکلي یې دي چې له استول شوي لیک څخه دا جوتېږي چې امریکا د افغان جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره ډېره جدي ده او نور په دې برخه کې د هیڅ لوري ناغېړي نه شي زغملی. د لیکنې وروستۍ برخه کې راغلي، بایډن به د ټرمپ د حکومت پر مهال د ټاکل شوي مهالوېش له مخې او یا څو میاشتې وروسته خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
































