د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې له دې وروسته د سهار د شپږ نیمو بجو د ناستې مشري نه کوي. صالح زیاته کړې چې له دې وروسته د شپږ نیمو بجو ناستو مشري نه کوي، ځکه د ده په باور اوس دغه بهیر خپل ځای پیدا کړی او ښه روان دی. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح څو میاشتې مخکې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر خپله غاړه واخیست او د شپږ نیمو بجو ناستې یې پیل کړې څو د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې سمون راولي. د نوموړي له لوري د کابل ښار امنیتي مسوولیت تر اخیستو وروسته که څه هم وسله والې غلاوې تر یوې اندازې کمې شوې خو نه یوازې دا چې په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون رانغی برعکس امنیتي پېښې لا زیاتې شوې.
































