په میانمار کې د پوځي کودتا پر ضد لاریونونه لا هم روان دي. د وروستیو راپورونو له مخې، نن په دغه هېواد کې د پوځ له لوري په تازه تاوتریخوالي کې ۱۱ لاریونوال وژل شوي دي. چارواکي وایي چې دوی له لاریونوالو څخه د شاتګ غوښتنه کړې وه خو هغوی د حکومتي ودانیو پر لور خپلو حرکتونو ته دوام ورکړ چې د پوځیانو له غبرګون سره مخ شول. چارواکي وایي چې په دې تاوتریخوالي کې ۱۱ لاریون کوونکي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. تر اوسه ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د پوځ پر تاوتریخوالي غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې، ملګري ملتونو او یو شمېر نورو غربي هېوادونو پر میانمار غږ کړی دی چې باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
































