د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هیله څرګنده کړې ده چې د ترکیې ناسته په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره مثبته پایله ورکړي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي دا څرګندونې نن له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره په ټلفوني خبرو کې کړې دي. د دغه وزارت په خبره، په دې ټلفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د تر سره کېدونکي غونډې او د سولې مذاکراتو د راتلونکي پړاو د ترسره کیدو په اړه خبرې کړې دي. په ورته وخت کې چاوش اوغلو ویلي چې اکثریت ښکېلو اړخونو د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی او ترکیه هم د ایران او پاکستان سره د افغانستان او ترکیې په بېلو درې اړخیزو غونډو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.
































