دوه لوړپوړي امریکایي جنرالان وایي چې بې تدبیره له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل به په دغه هېواد کې خونړیو جګړو ته لار برابره کړي. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي په خپله تازه مرکه کې ویلي که د افغانستان مسئله له دیپلوماتیکو لارو حل نه شي او یا یو توافق رامنځ ته نه شي، خو امریکایي عسکر له افغانستان ووځي، نو ښايي په دغه هېواد کې خونړۍ جګړه پيل شي. هغه ویلي که د بایډن اداره سیاسي توافق ته و نه رسېږي طالبان به د حکومت د نیولو او حکومت به د ځان د ساتلو لپاره جګړه کوي. بلخوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي چې باید له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ دوام وکړي. دده په خبره که امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي نو وضعیت به په دې هېواد کې کړکېچن شي نو له همدې امله په دې مسئله کې ديپلوماتیک فشار ته اړتیا ډېره ده.
































