د قطري رسنیو د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې قطر د افغان سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. دده په خبره قطر ټينګار کوي چې د افغانستان د سولې پروسه باید چټکه شي او په دې برخه کې دې ژر تر ژره یوه هوکړه رامنځ ته شي. نوموړي د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو غوښتنه هم کړې ده.
































