د راپورونو له مخې یوازې تېره ورځ په دغه هېواد کې د پوځ په برید کې ۳۸ لاریون کوونکي وژل شوي دي. رسنۍ بیا وایي چې حقیقي شمېرې ښايي تر دې هم لوړې وي. په دې نښتو کې یو پولیس هم وژل شوی دی. په میانمار کې وروسته له هغه سخت لاریونونه پيل شول چې پوځ د آن سا سوچي پر ضد کودتا وکړه او نوموړې یې بندي کړه. دمګړی حکومت د پوځ په لاس کې دی خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې سخت لاریونونه پيل شوي او د پوځ له لوري یې د ځپلو لړۍ روانه ده. هره ورځ لسګونه کسانو ته په دغه لاریونونو کې مرګ ژوبله اوړي.
































