کورنیو چارو وزارت وایي چې یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یو ټوېټ پیغام کې ویلي پولیسو د یوې خصوصي رسنۍ نقلیه وسایط نیولي چې چاودېدونکي توکي یې لېږدول. هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه وسایط په کومه رسنۍ پورې اړه لري خو وایي تر پلټنو وروسته به په دې اړه معلومات ورکړي. دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د رسنیو په اړه دغه ډول ادعا کوي. دې مسئلې د خبریالانو غبرګونونه پارولي او له حکومت یې غوښتي چې ژر تر ژره په دې اړه ټول معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.
































