شمالي کوریا له تېر یوه کال راهیسې د امریکا هېڅ اړیکې ته ځواب نه دی ورکړی. نړیوالې رسنۍ وایي د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې د شمالي کوریا له حکومت او چارواکو سره اړیکه ټینګه کړي خو دغه هېواد له هر ډول خبرو په شا کېږي او د امریکا هېڅ راز ديپلوماتیکې یا تلیفوني اړیکې ته ځواب نه وایي. راپورونه وايي د بایډن اداره هم په دې لټه کې ده چې له شمالي کوریا سره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي، خو دغه هېواد هېڅ راز اړیکې ته ځواب نه وایي. د شمالي کوریا حکومت ان د ټرمپ د واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې له امریکا سره اړیکه پرېکړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
































