یو شمېر غربي رسنیو راپورونه ورکړي دي چې ګوندې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره یوې مؤقتې هوکړې ته ورسېږي. په همدې حال کې لورا میلر چې د بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ په دوره کې یې د افغانستان په چارو کې د یوې لوړپوړې دولتي چارواکې په توګه دنده ترسره کړې ده وایي چې ښایي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور تمدید شي. د نوموړې په خبره، امریکا اوس دې نتیجې ته رسېدلې ده چې که چېرته له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي او ناټو په دغه هېواد کې د ګواښونو د دفع کولو لپاره یوازې پرېږدي نو ستونزې ډېرېږي. د نوموړې په خبره، که چېرته امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو طالبان به د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي نو څو پورې چې افغان لوري یوې هوکړې ته رسېږي تر هغو پورې له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو وتل ممکن نه دي. هغې ټینګار کړی دی چې د بایډن اداره به د خپلو سرتېرو د حضور په غځولو سره پر طالبانو فشار راوړي څو هر څه ژر له افغان دولت سره یوې هوکړې ته ورسېږي. د ویلو ده چې تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین هم ویلي وو چې امریکا به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.
































