د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مسکو غونډه کې ګډون ته چمتووالی ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دی به په ټاکلې وخت د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره ځان مسکو ته ورسوي. کابلوف زیاته کړې چې د افغان سولې په تړاو په مسکو کې د مارچ په اتلسمه جوړېدونکې ناستې ته بلل شویو ټولو سیاستوالو د خپل ګډون تایید کړی دی. دا ناسته چې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان په حضور کې د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ ترسره کېږي، ټاکل شوې چې ښکېل اړخونه په دې ناسته کې د امریکا له لوري د سولې په اړه پر وړاندې شوې طرحې بحث او خبرې اترې وکړي.
































