د افغان سولې په اړه د مسکو غونډې د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او اړینې همغږۍ رامنځ ته شوې دي. تازه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د امریکا په ګډون ټولو بلل شوو لورو د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې د سولې بهیر پر چټکتیا خبرې کړې دي. طالبانو هم د مسکو غونډې لپاره د خپل پلاوي د جوړېدو خبر ورکړی دی.
وروسته له هغې چې د افغان سولې لپاره د امریکا له لوري نړیوالې او سیمهییزې هڅې چټکې شوې، نو مسکو هم دا وپتېیله چې په دې برخه کې خپله ونډه ولري او د افغانستان د سولې په تړاو یو کنفرانس جوړ کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې غواړي افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي، نو له همدې امله یې د مسکو د کنفرانس لپاره تیاری پيل کړی دی. د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه دغه کنفرانس جوړېږي او پکې به د افغان حکومت او طالبانو استازي هم حضور ولري.
له دې سره جوخت د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دوحې کابل ته راغلی او دلته یې په ارګ کې له ولسمشر غني او سپېدار ماڼۍ کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې خلیلزاد په دې لیدنه کې ولسمشر غني ته د خپلو وروستیو سفرونو او د سولې په برخه کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل. د سرچینې په خبره، په دې لیدنه کې پر راتلونکو اقداماتو هم خبرې شوې دي. په اعلامیه کې راځي: «په دې کتنه کې، ډاکتر زلمي خلیلزاد د وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې پروسې او په دې اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې».
بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې خلیلزاد د سولې بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی او له عبدالله عبدالله سره یې په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو او جوړېدونکو کنفرانسونو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د ملي مصالحې عالي شورا پر وروستۍ غونډې هم خبرې شوې دي. په اعلامیه کې راځي، چې تر ډېره پر دې بحثونه شوي چې د افغانستان د سولې بهیر باید ګړندی شي او په دې برخه کې دې هڅې لا ډېرې کړل شي. سرچینه کاږي: «دواړو لورو د وروستیو پرمختګونو او سولې اړوندو تحولاتو، د ملي مصالحې عالي شورا د وروستیو پرېکړو، د افغان سولې په اړه د مسکو او استانبول کنفرانسونو، دوحې مذاکراتو، د سولې بهیر پر چټکتیا او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کړې دي».
بلخوا راپورونه وایي، چې افغان حکومت د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره په تیاریو بوخت دی. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د طالبانو او افغان حکومت په ګډون د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی. کابلوف وایي چې دغه غونډه به د روانې میاشتې په ۱۸مه په مسکو کې جوړه شي او هڅه به دا وي چې د افغان جګړې د پای لپاره حللاره پیدا کړل شي.
له دې سره جوخت د طالبانو د قطر دفتر ویاند هم ویلي، چې د مسکو په غونډه کې یې د ګډون لپاره پلاوی تیار کړی دی. د ده په خبره، د ملا برادر په مشرۍ به د طالبانو یو لس کسیز پلاوی د مسکو په غونډه کې ګډون کوي او پر افغان سوله به خبرې کوي.
دا پرمختګونه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې عام افغانان نور له جګړو ستړي شوي دي او تمه لري چې د سولې روانې هڅې په سمه توګه مدیریت شي او افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
































