امریکا وایي د مسکو غونډه به د افغان سولې لپاره د نړیوالو هڅو تکمیلوونکې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان سولې لپاره ددوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جو بايډن په لارښوونه د مسکو په غونډه کې ګډون کوي. امریکا ویلي د مسکو غونډې ته هیله من دي او دا کنفرانس دا ثابتوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع موجوده ده او ټول لوري په دې باور دي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده. بلخوا رویټرز بیا ویلي د مسکو په غونډه کې د خلیلزاد ګډون په دې مانا دی چې امریکا او روسیه دواړه د موقت همه شموله حکومت پر جوړېدو سره سلا دي. د مسکو غونډه د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه جوړېږي چې په هغه کې به طالبان، افغان حکومت او امریکا ګډون کوي.
































