د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو له رویټرز سره په یوه مرکه کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړیوالو ملکي او نظامي مرستو ته اړتیا لري. دده په خبره په جینوا کنفرانس کې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو خپلې مرستې له افغانستان سره کمې کړې او ځینو بیا د سولې په برخه کې له پرمختګونو سره وتړلې چې دا مسئله د افغانستان په زیان ده. دده په خبره ان طالبان هم په دې باور دي چې تر سولې وروسته حکومت هم د بهرنیانو مرستې ته اړتیا لري. جان سوپکو وایي نړیواله ټولنه او له افغانستان سره مرستندویه بنسټونه او هېوادونه باید له دغه هېواد سره خپلې ملکي او نظامي مرستې ډېرې کړي، څو حکومت منظم شي او په دغه هېواد کې نړیوالو ترهګرو ډلو ته د ترهګریزو فعالیتونو ته زمینه برابره نه شي.
































