د افغانستان لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره مهمه ده. امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ویلي دا ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سمه لار دی او په خبره یې په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسول یوازې د یوه ګډ حکومت د جوړولو له لارې ممکن دي. سرچینه کاږي د امریکا نوې طرحه له فساد سره مبارزې باندې ټینګار کوي، د شفافو ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کېدو ملاتړ کوي، موازي ځواکونه او قدرتونه له منځه وړي، د واحد او شریک حکومت جوړېدل غواړي، د جګړو ختمولو او اوربند باندې ټینګار کوي او په دې توګه په افغانستان کې یوې دایمي سولې ته زمینه برابروي. په مطلب کې راځي چې له همدې امله د امریکا طرحه په افغانستان کې د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره غوره لار ده خو امریکا یې باید پر ژمنو عمل وکړي او له افغانانو سره د یوه پیاوړي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي.
































