په خواله او نورو رسنیو کې د کابل ښاریانو او کاروونکو د تېرې ورځې چاودنه بوږنوونکې بللې ده. په دغه پېښه کې د یوې درې کلنې ماشومې او د هغې د مور په ګډون څلور کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. دغه چاودنه تېره ورځ د پوهنې وزارت، مخابراتو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملکي کارکوونکو پر یوه ګډ کاسټر ډوله موټر شوې ده. په هېواد کې د نننه او بهر د بشري حقونو په برخه کې فعالو بنسټونو هم دا برید غندلی او د ورته پېښې د تکرار د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
































