د پاکستان په تر ټولو مهم او ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې چاودنې دوه پولیس وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي. ځایي رسنیو د کراچۍ د پولیس چارواکو له قوله ویلي چې دا چاودنه تېر ماښام ناوخته په اورنګي ټاون کې د پولیسو پر موټر باندې شوې ده. پولیسو ویلي چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پولیسو موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. د چارواکو په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د یو شمېر ټپي شویو سرتېرو روغتیایي حالت نازک دی. د برید پړه د بلوڅ بیلتونپالو یوې ډلې پر غاړه اخیستې ده.
































