ارګ په کابل، هرات او بغلان کې د وروستیو ماین چاودنو پړه پر طالبانو اچولې ده. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام د درېیو جلا تروریستي بریدونو په پایله کې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله. خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د ملکي خدماتو او عامه تاسیساتو پر کارکوونکو، ساتونکو او استادانو چې د هیواد د اولادونو په روزنه او تحصیل بوخت دي، برید د اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف جنایت دی اوهیڅ توجیه نه لري. ولسمشر زیاته کړې، د طالبانو له لوري د وروستیو تاوتریخوالیو زیاتوالی ښیي چې دا ډله نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت له پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.
































