د امریکا په سولې انسټيټوټ کې د افغانستان د مسایلو څارونکی سکاټ سمېټ وایي د مسکو غونډه به د ترکیې د غونډې لپاره د خیز تخته وي او د امریکا ټوله هڅه به دا وي چې د مسکو غونډه د ترکیې د غونډې د اسانتیا لپاره وکاروي. د سمېټ په خبره د امریکا موخه دا ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي نو د همدې لپاره یې د ګډ حکومت طرحه وړاندې کړې ده. هغه وایي چې د مسکو او ترکیې په غونډو کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر همدې طرحه وي. د مسکو غونډه د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه جوړېږي چې له افغانستان د ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شپاړس کسیز پلاوی نن په دغه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي.
































