امریکایي حکومت د افغانستان په اړه ځینې مسایل له امریکایانو پټوي. سي ان ان په یوه راپور کې ویلي ښایي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته ادامه ورکړي ځکه په دغه هېواد کې هر څه د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته نه دي روان خو د بایډن اداره غواړي دغه موارد له خپلو خلکو پټ کړي. سي ان ان د سیګار وروستي راپور ته په اشارې ویلي چې که سرتېري بې وخته وځي او د سولې ډاډمنه هوکړه نه رامنځ ته کېږي نو ښايي په افغانستان کې خونړۍ جګړې رامنځ ته شي او نړیوال امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي. سرچینه کاږي طالبان همدا اوس هم د وخت په ضایع کولو بوخت دي او دې ته په تمه دي چې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي او که تر هغه وروسته امریکایي عسکر له افغانستان و نه وځي نو دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي. سرچینه کاږي افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې مهمې دي.
































