خلیلزاد وایي د افغان سولې په تړاو به ګڼې غونډې او کنفرانسونه جوړ کړي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسولی دی. نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغان سولې د وروستیو پرېکړو په تړاو یې د افغان سیاسیونو او مدني فعالینو ډاډ تر لاسه کړی دی. خلیلزاد وایي ټول اړخونه د سولې له هغه بهیر ملاتړ کوي چې تېرې لاس ته راوړنې وساتي، جګړه پای ته ورسوي او په پایله کې یې دایمي اوربند رامنځ ته شي. خلیلزاد وایي چې په دوه ورځني سفر کې یې په افغانستان کې له ګڼو سیاسي او مدني بنسټونو او اړخونو سره خبرې اترې لرلې دي. د امریکا سفارت بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې وایي چې د افغان سولې په تړاو به له نړیوالو شریکانو سره د امریکا غونډې او کنفرانسونه دوام کوي او پوره هڅه کېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي.
































