سیګار د امریکا کانګریس ته له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې لیکلي دي چې د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا سرمفتش جان سوپکو د کانګریس له غړو سره پر افغان سوله، دلته روانه وضعیت، دوحې هوکړې او راتلونکې خبرې کړې دي. جان سوپکو کانګریس ته خبرداری ورکړی چې که امریکایي ځواکونه د سولې له هوکړې پرته او په افغانستان کې د اوسني وضعیت له پای ته رسولو پرته له دغه هېواد وځي نو د سختو جګړو د پېښېدو وېره شته ده. جان سوپکو وایي طالبانو همدا اوس هم د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای پر جګړه تمرکز کړی دی، پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او که امریکایي ځواکونه له دغه هېواد وځي نو ښایي د حکومت د پرزولو کوښښ وکړي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې باید هر ګام په پوره دقت واخیستل شي او روانه جګړه باید له ديپلوماتیکو لارو ختمه کړل شي.
































