ناټو سازمان وایي د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې لا هم د افغانستان وضعیت ارزوي. دده په خبره لا هم دوی په دې بوخت دي چې د دوحې هوکړه او د افغانستان وضعیت و ارزوي او تر هغه وروسته به د مې تر لومړۍ نېټې پورې پر ټاکل شوې ضرب الاجل پرېکړه کوي. هغه وایي چې راتلونکې اونۍ د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع وزیرانو غونډه ده او په دې کې به پرېکړ کېږي چې سرتېري له افغانستان وباسي کنه. تر دې وړاندې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې ناټو بریالۍ نه شوه چې د افغانستان په اړه خپل وروستی دریځ روښانه کړي.
































