بلوچستان کې په یوه کان کې د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. د بلوچستان ځايي چارواکي وایي چې د کوټې په هرنای سیمه کې د سکرو په یوه کان کې چاودنه شوې ده او اووه کسه یې وژلي دي. امنیتي چارواکي وایي چې چاودنه د میتان ګاز له امله رامنځ ته شوې ده. تر اوسه ددغه پېښې د قربانیانو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. په بلوچستان کې وخت ناوخت په کانونو کې د غیر مسلکي کېندونو او نا منظم کار له امله دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي چې کارګرو ته مرګ ژوبلې اړوي.
































