د امریکا د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې په درېیو جلا پېښو کې اته کسان وژل شوي دي. د یاد ایالت چارواکو ویلي چې یو وسله وال کس په یو رسټورانټ کې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي دي. چارواکي وایي چې دویمه پېښه هم له همدې ځای څخه په شاوخوا دوه کیلومټري کې رامنځته شوې چې څلور کسان او په یوه بله پېښه کې بیا یو کس وژل شوی دی. د چارواکو په وینا د یادو پېښو قربانیان تر ډېره اسیاسي نژاده مېرمنې دي. تر اوسه د پېښې انګېزه روښانه نه ده خو پولیسو د درې واړو پېښو په تړاو یې یو کس نیولی او اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
































