د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه د دوحې بهیر سره د رقابت په موخه نه ده جوړه شوې بلکې یوازینۍ موخه یې د سولې خبرو کې د رامنځته شوي بنبست ماتول دي. نوموړي له الجزیره خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي چې ولسمشر پوتین د افغان سولې په اړه د قطر د هڅو قدرداني کړې ده. هغه زیاته کړې، دا ناسته چې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان په حضور کې د افغان لوریو ترمنځ ترسره کېږي هدف یې دا دی چې د دوحې مذاکراتو کې رامنځته شوی بندښت مات کړي. نوموړي ویلي، د دوحې مذاکرات د درېیو میاشتو په تېرېدو پیل نه شول او په وینا یې د دې خبرو د بن بست پړه باید په قطر ونه تپل شي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی به په دې ناسته کې افغان لوري د خبرو دوام ته وهڅوي څو د افغان سولې مذاکرات مطلوبې پایلې ته ورسېږي.
































