پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي ټول اړخونه دې د سولې لپاره نرمښت وښيي او رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د مسکو غونډې په درشل کې په خپله مرکه کې ویلي چې که بله لار نه وي د سولې او یووالي لپاره د موقت حکومت له طرحې هم ملاتړ کوي. دده په خبره ددې جدي اړتیا ده چې افغان جګړه نوره ختمه کړل شي، نو که طالبان نه غواړي چې له دې حکومت سره یو ځای شي باید داسې یو حکومت جوړ شي چې دغه ډله هم پکې وي او ژر تر ژره جګړې ختمې کړل شي. دده په خبره له دې ملاتړ یې موخه د ولسواکۍ پر وړاندې درېدل نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو یووالی او د سولې راتګ دی. هغه د ولسمشر غني په ګډون له ټولو اړخونو غوښتي چې د سولې لپاره نرمښت وښيي او نړیوالو هڅو ته په کتو دې د افغان سولې فرصت نه ضایع کوي.
































