ایران د اوکراینۍ الوتکې د ویشتل کېدو په اړه خپل وروستی راپور خپور کړی دی. د ایران حکومت ویلي دا د انساني تېروتنو په لړ کې د سپاه پاسداران د هوايي دفاع د برخې تېروتنه ده او کوم قصدي عمل نه و. بلخوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د ایران دغه راپور د خندا وړ بللی دی او په خبره یې دا تېروتنه نه وه او ایران دې په دې ډول غیر مسوولانه څرګندونو له مسوولیت نه تښتي. د سرچینې په خبره په دې اړه نړیوالو څېړنو ته اړتیا ده. د کاناډا د ترانسپورت وزارت هم ویلي چې راپور ورته د منلو نه دی او دوی په دې اړه د پراخو څېړنو غوښتونکي دي. تېر کال یوه اوکراینۍ الوتکه د تهران له هوايي ډګر د پورته کېدو په حال کې وه چې د ایراني ځواکونو له لوري په نښه شوه او ټول ۱۷۵ کسه سپرلي یې ووژل شول. په دې کې ډېری وګړي د ایران، اوکراین، کاناډا او افغانستان وو.
































