د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په بېړه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به بدې پایلې ولري. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په حواله ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو عجولانه وتل به په دغه هېواد کې کورنیو جګړو ته زمینه برابره کړي. پنټاګون زیاته کړې چې دغه پرېکړه به نه یوازې افغانستان کې د کورنیو جګړو سبب شي بلکې، امریکا به یې هم له شره په امان پاتې نه شي او دغه راز به د بشري حقونو وضعیت هم ترینګلی کړی. پنټاګون ویلي چې د افغانستان شرایط د ځواکونو ایستلو ته برابر نه دي او څو پورې چې په هر اړخیزه توګه ډاډ نه وي تر لاسه شوی امریکا باید په دغه هېواد کې پاتې شي. د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم پرون ویلي وو چې د مې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل ممکن نه دي خو ټینګار یې کړی دی چې امریکا به تر ډېره په دغه هېواد کې پاتې نه شي.
































