د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي چې له طالبانو سره سوله هغه وخت شونې ده کله چې دوی له افغان حکومت سره صادقانه او مانا لرونکې خبرې وکړي او د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د خلکو د مشروع غوښتنو درناوی وکړي. نوموړي دا څرګندونې د تهران ډیالوګ فورم دوهمې غونډې ته چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو د مرکز لخوا په مجازي ډول جوړه شوې وه، کړې دي. په یاده ناسته کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو او یو شمیر څیړونکو، سیاسي او علمي شخصيتونو برخه اخیستې وه. اتمر یادې ناستې ته دغه راز ویلي چې افغانان له تیرو دوه لسیزو راهیسې د ترهګرۍ له ننګونو سره مخ دي او ترهګري چې د مخدره توکو تولید او قاچاق سره نږدې تړاو لري، نه یوازې د افغانستان بلکه د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې امنیت ته هم ګواښ ده، نو په کار ده چې له دې پدیدې سره په ګډه پیاوړې مبارزه وشي.
































