د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، په افغانستان کې له سولې پرته د سیمه ییزې راشه، درشه، اقتصادي ودې، او د پاکستان او افغانستان د خلکو د سوکالۍ ګډ ارمان پوره کېدل ناشوني دي. نوموړي له روسیې مننه کړې چې د افغان سولې خبرو بهیر چټکتیا په موخه يې د ترویکا غونډه جوړه کړې ده. صادق خان وايي، هېواد یې په دې باور دی چې په مذاکراتو او حکومتولۍ کې پراخ ګډون به په افغانستان کې د تلپاتې سولې هدف ته رسېدو کې پاموړ مرسته وکړي او نړیواله ټولنه باید په دې حساسو شېبو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره ښکېله پاتې شي.
































