د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناامنیو دوام د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي او سیمه ګواښي. نوموړي ټینګار کړی چې خبرې اترې او جوړجاړی په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یواځینۍ لاره ده. لاوروف ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې هر ډول ځنډ نور د زغملو نه دی. نوموړي هیله ښودلې چې په دوحه کې د افغان سولې روانې خبرې به د افغانستان د قضیې حل په برخه کې مرسته وکړي. هغه ټینګار کړی، که اړتیا وي، مسکو کولای شي د بینالافغاني خبرواترو کوربه توب وکړي. سرګي لاوروف د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د پسرلي او اوړي په را رسېدو سره په معمول ډول جګړه او ناامني ډېرېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، افغانستان باید د سولې داسې هوکړه وکړي چې د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي، څو ټول قومي سیاسي ځواک په بر کې ونیسي او د پرمختګ لامل شي.
































