د ترویکا غونډې څلورو هېوادونو، روسیې، امریکا، چین او پاکستان په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې سوله د خبرو له لارې د تر لاسه شوي سیاسي توافق له لارې راتلای شي. دغه بیان کې چې رسنیو ته رسېدلی، له طالبانو غوښتل شوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوي په پار له پسرلینو عملیاتو ډډه وکړي. په بیان کې دغه راز ویل شوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۰۲۰ کال د پرېکړه لیک پر بنسټ چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو اړوند دی، دغه هېوادونه په افغانستان کې د “اسلامي امارت” بېا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي. په بیان کې ویل شوي، دوی د بین الافغاني خبرو له لورو غواړي چې د بنسټیزو مسایلو په هکله سملاسي خبرې وکړي چې د راتلونکي تلپاتي سوله ییز دولت او اوربند اړوند خبرې هم پکې شاملې دي. دغه راز ټینګار شوی چې د سولې په هوکړه کې باید د ښځو، نارینه وو، ماشومانو، قربانیانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب ته پام وشي.
































