د روسیې، امریکا، پاکستان او چین هېوادونو د غونډې په ګډه اعلامیه کې د اسلامي امارت د بیا راتګ مخالفت شوی او له طالبانو غوښتل شوي چې پسرلني عملیات پیل نه کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې اعلامیې هر کلی کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت د هغې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي چې د افغانانو د حقونو ساتلو لامل شي. هغه اعلامیه چې د څلورو هېوادونو د استازو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې یاد هېوادونه د اسلامي امارت د بیا راتګ ملاتړ نه کوي. بلخوا، پرونۍ غونډې ته د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني ویلي چې دا ډله په افغانستان کې د اسلامي نظام غوښتونکې ده او د بل هر ډول نظام پر وړاندې به افغانان جهاد ته دوام ورکړي.
































