د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه. زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مسکو دوه ورځنۍ ناستې کې یې د افغان حکومت او طالبانو استازي وهڅول، چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي. ټاکل شوې چې ترکیه راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د یوې سترې غونډې کوربتوب وکړي. خلیلزاد همدارنګه ویلي، چې د سولې پروسې په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ژان آرنو لت د ټاکل کېدو، چې یو پیاوړی ډيپلومات دی هرکلی کوي.
































