د طالبانو مذاکراتي ډلې غړی سهیل شاهین وايي، امریکا باید په ټاکلي وخت له افغانستان ووځي. نوموړي له اسوشېتېد پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې که امریکا تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه وځي پر وړاندې به یې غبرګون وښیي. نوموړي ویلي، په ۱۸ میاشتو خبرو کې دوی له امریکا سره تړون ته ورسېدل او د دې تړون له مخې د راتلونکې مې تر لومړۍ نېټې باید ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي. نوموړي زیاته کړه، هیله مند دي چې امریکا په خپل وخت ووځي او دوی د افغانستان د کړکېچ پر سوله ییز هواري تمرکز وکړي، څو په افغانستان کې د سولې یو پراخ سیاسي پلان ته په رسېدو اوربند وشي. شاهین ویلي، که امریکايي ځواکونه ونه وځي دا مانا ده چې له تړون سرغړونه کیږي او دوی به یې پر وړاندې غبرګون وښيي. طالبان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتې کېدو غور کوي.
































